د روسيې پر يوې هوايي اډه باندې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی
اوکراین ته څېرمه د روسیې د کورسک سیمې یوه هوايي اډه نن د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوه چې په نتیجه کې یې د تېلو یوه ټانک اور واخیست. د دې سیمې والي رومان ستارو وویت نن پر خپله ټلګرام پاڼه د پېښې خبر ورکړ خو ویې ویل چې تلفات نهلري او اور هم وژل شوی دی. نوموړي ونه ویل چې د پېښې مسوول څوک دی، خو روسي چارواکو د روسیې په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو په مخکینیو حملو اوکراین ګرم بللی دی.