د فراه ولایت کروندګر: د کوکنارو پر ځای مو غنم کرلي، خو وچکالۍ اندېښمن کړي یو
هغه بزګران چې پخوا به يې د فراه ښار شاوخوا ځمکو کې کوکنار کرل، سږکال يې غنم کرلي او پر دې نوي فصل دوې اوونۍ تېرې شوي دي. د فراه ولایت يو بزګر عبدالستار چې په خپله ځمکه کې په کښت بوخت دی وايي، سږکال يې د طالبانو د حکومت په غوښتنه غنم کرلي دي، خو دی وېره لري چې سږکال به هم وچکالي وي او هغه حاصلات به ترلاسه نه کړي چې دی يې تمه لري. نوموړی وايي: "اوس مې پنځلس جريبه کښت کړی دی، که باران وشو، خو يو څه به لاس ته راشي، خو که باران و نه شو، په سولري اوبو د کښت خړوبول موږ ته تاوان کوي، ځکه سره هم ګرانه ده، یو من غنم موږ ته په زر افغانۍ تمامېږي. Читать дальше...