د پاکستان کرکټ لیګ سيالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پيل شول
د پاکستان غوره لیګ د اتم پړاو سيالیو د پيرلو مراسم پيل شول. نن پنجشنبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پي اېس ایل سياليو د اتم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پیل شوي دي. په دې مراسمو کې به شپږ لوبډلې په څو کټګوريو کې لوبغاړي پېري چې تر ټولو لوړه کټګوري یې پلاټينیم او ټیټه یې سیلور نومول شوې ده. د پاکستان په غوره لیګ سياليو کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي او د اتم پړاو لپاره راشدخان لا له وړاندې لاهور قلندر لوبډلې په پلاټينیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلی دی او نوین الحق په سیلور کټګورۍ کې کوټې لوبډلې اخستی دی. Читать дальше...