ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګاټه
ارجنټاین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې فرانسې ته په پنالټي شوټونو کې ۴ـ۲ ماتې ورکړه او په دې سره یې د درېیم ځل لپاره د نړيوال سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ. سيالي د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ د قطر په لوسیل لوبغالي کې پيل شوه او د لوبې ۲۳ دقیقې تېرې شوې وې چې د فرانسې لوبغاړو خطا ترسره کړه چې د پنالټي سبب شوه، د ارجنټاین لوبډلمشر ليونل میسي د پنالټي شوټ ترسره کړ او په ګول یې بدل کړ. میسي او ملګرو یې په ډېر دقت سره لوبه پرمخ بیوله او د پرله پسې هڅو په پایله کې یې د لوبې په ۳۶... Читать дальше...