باختر اژانس: د ایراني ځواکونو په ډزو کې د افغان کډوالو موټر چپه او په کې ناست ۴ کسان وژل شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکړى چې د ايراني پولي ساتو ځواکونو په ډزو د افغان کډوالو د يو موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ١٣ تنه نور ټپيان دي. باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د افغان اتباعو د موټرو په کاروان چې د ایران په خاوره کې و، ډزې وکړې چې له امله یې موټر چپه، او په موټر کې سپاره ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول. دغه اژانس د ایران د سیستان بلوچستان او د افغانستان... Читать дальше...