ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري په موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز وغانده
د طالبانو حکومت په یوه نوي اقدام کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي په هدف د طالبانو د پرېکړې په تړاو په لومړنیو غبرګونونو کې ملګرو ملتونو دا اقدام د جدي اندېښنې وړ وباله. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال رامز الاکبروف شنبه ناوخته په خپل ټوېټ کې ویلي، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی. اکبروف د طالبانو دا کار له... Читать дальше...