د روسيې ولسمشر د دغه هېواد د پوليسو د شمېر ډېرېدو فرمان لاسليک کړ
د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین داسې یو فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ به يې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د دې هېواد د پولیسو شمېر ۹۳۸ زرو ته ورسیږي. دغه فرمان چې د ډیسمبر په ۵مه لاسلیک شوی دی پهکې راغلي چې، د روسیې د پولیسو شمېر به را روان کال ۹۲۲ زره تنو ته ورسیږي او په ۲۰۲۴ م کال کې به دا شمېر ۹۳۴ زره شي. وروسته له هغه چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا په ناقانونه توګه د خپل هېواد یوه برخه کړه او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ یې وکړ، په دغه هېواد کې د پولیسو تر ټولو زیات شمېر په قانوني توګه ۸۹۴ زره تنه وو. Читать дальше...