ستانکزی: ازبکستان دې افغانستان ته د شوې هوکړې له مخې برښنا ورکړي
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره د ټیلیفون له لارې له ازبکستانه د وارداتي برښنا د ستونزو په اړه خبرې وکړې. دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه ټویټ کې کړې. مجاهد له خپل ټویټ سره د اسلامي امارت د رسمي ویبپاڼې یو لېنک هم ضمیمه کړی چې په کې د دواړو چارواکو د خبرو نور جزییات څرګند شوي دي. ستانکزي په ژمي کې د ازبکستان د وارداتي برښنا د کموالي له امله... Читать дальше...