د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګل مړه شوه
د افغانستان نامتو سندرغاړې قمرګل د ډسمبر په نهمه د جمعې په ورځ د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه. د هغې کورنۍ وايي، مېرمن قمرګل ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې، خو دا یې نه دي ویلي چې ناروغي یې څه وه. مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي. قمرګله په کال ١٣٣٦ لمریز د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې په ۷ کلنۍ کې یې په کلیوالي کچه سندرو ویلو ته مخه کړه. د هغې لومړۍ سندره "په ما مینه سترګې دې سرې دي، نن... Читать дальше...