يونېسف: نن د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين پيليږي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي نن دوشنبه (د ډسمبر ۱۹مه) د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین پیلېږي. په افغانستان کې د یونېسف مطبوعاتي مسوول، کمال شاه پرون ماښام ازادۍ راډیو ته وویل: "په دغه کمپاین کې به ۷ ملیونه ماشومان واکسین شي. دغه کمپاین په جنوب ختیځو ولایتونو، جنوب ختیځه حوزه او شرق حوزه کې چې د دغې ناروغۍ له سخت ګواښ سره مخامخ دي، عملي شي." د کمال شاه په وینا، د پولیو خلاف فرعي کمپاین به بله اوونۍ یعنې راروانه دوشنبه په شرقي حوزه کې پیل شي. Читать дальше...