هلمند کې ادبي هڅو ته د ځوانانو لېوالتيا؛ ځايي فرهنګيان د امکاناتو له نهشتون سره مخ دي
هلمند کې ادبي بهيرونه او فعاليتونه، هغه څه چې په تېرو شلو کلونو کې يې کمساری پرمختګ وکړ، خو د امکاناتو د نهشتون له امله يو شمېر تړل شوي او ځينې نور بيا فعاله دي. هلمند کې د نادعلي ادبي ټولنې مسؤل جانان نجاتمل وايي، دوی له تېرې يوې لسيزې راهيسې د خپلې ټولنې له لارې فرهنګي غونډې او مشاعرې جوړوي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د دوی د بهير له لارې په سيمه کې ګڼ شمېر ځوانان روزل شوي، فرهنګ ادب او شاعرۍ سره اشنا شوي دي. ښاغلی نجاتمل وايي: "هغه شاعران چې شعرونه يې ښه شعرونه دي، تقريباً د پنځوسو په... Читать дальше...