اوچا د افغانستان په ټولنه کې د ښځو فعاله ګډون اړین وباله
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو له فعالې ونډې اخیستو پرته به په افغانستان کې تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو چانس ډېر کم وي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي. اوچا دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو په اړه د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړي دي. د طالبانو... Читать дальше...