افغانستان کې د ښځو پر کار بنديز؛ نړيوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي
کولمبین خپرونه: کولمبین خپرونې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز ته پام کړی دی. په مقاله کې راغلي څلورو نړیوالو مرستندویه ادارو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې خپل فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې طالبانو په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. وروسته لولو چې د کوچنیانو د خوندیتوب ادارې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې موسسې ویلي چې، دوی نهشي کولای په افغانستان کې په کاري ځواک کې له ښځينه کارکوونکو پرته په اغېزناکه توګه اړو کوچنیانو، ښځو او نارینهو ته لاسرسی ومومي. Читать дальше...