د افغانستان ارزي شتمني په کوم ځای کې ساتل کېږي؟ او ګټه د افغانستان خلکو ته څه ده؟
امریکا په تازه اقدام کې غواړي چې د افغانستان د کنګل شويو پيسو یوه برخه چې ۳،۵ میلیارده ډالره دي سویس کې BIS نړېوال بانک ته انتقال کړي. BIS په سویس کې یو تاسیس شوی نړیوال مالي سازمان دی چې مرکزي بانکونو او نړیوالو مالي مؤسسو ته د بانکي خدماتو په ګډون مالي خدمتونه وړاندې کوي. افغان وجهي صندوق به له دې وروسته د BIS سازمان په چوکاټ کې د افغانستان هغه ارزي شتمنۍ چې په نورو هېوادونو کې هم دي، د همغږۍ کوونکي په توګه کار او مصرف کړي. خو BIS به په دې پیسو باندي هیڅ ډول واک نهلري او یوازنۍ دنده یې ددې سرمایې ساتنه ده. Читать дальше...