سري لنکا د ايشيا کپ په فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړه
په شل اووریز ایشيا کرکټ کپ کې د سري لنکا لوبډلې په پايلوبه (فاینل) کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتله شوه. د سپتمبر په يوولسمه په دوبۍ کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ سري لنکا وکړ او د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۷۰ رنزونه وکړل. پاکستانۍ لوبډلې دا هدف پوره نه شو کړلی او په ټولو ۲۰ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۷ رنزونه وکړل. په دې توګه یې دا سیالي په ۲۳ رنزونه وبايلله. د سري لنکا راجاپکشې تر ټولو ډير ۷۱ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. تر لوبې وروسته، د سري لنکا لوبډلې... Читать дальше...