امریکا د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ اربه ډالر سوېټزرلینډ ته انتقالوي
نړیوالو خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ۳.۵ اربه کنګل شوې شتمني په سوېټزرلینډ کې یوه صندوق ته استوي.
نړیوالو خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ۳.۵ اربه کنګل شوې شتمني په سوېټزرلینډ کې یوه صندوق ته استوي.
د امریکا متحدوایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې ۷ میلیارده شتمنۍ له ډلې درې نیم میلیارده په سویس کې یوه صندق ته انتقالوي. نړیوالو اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان درې نیم میلیارده کنګل شوې شتمني په سویس کې یوه صندوق ته استوي. له افغانستان سره د مرستې صندوق چې له څو غړو د جوړ یوه بورد له خوا مدیریت کېږي، دا پیسې په ډېرو مهمو برخو لګوي. په راپورونو کې راغلي چې له دغه صندوقه به د افغانستان د برښنا پورونه، نړیوالو بنسټونه ته د افغانستان پور، پراختیایي برخو کې د مرستو او د پیسو د چاپ لګښت ورکول کېږي. Читать дальше...
په خيبر پښتونخوا کې په وروستیو کې په بېلابېلو وسله والو بريدونو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پکې د ځينو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې په داسې حال کې منلې چې د پاکستان له حکومت سره یې اوربند په رسمي توګه لا هم پر ځای دی. پوښتنه دا ده چې د ټي ټي پي تازه حملې ایا د اوربند د ماتېدو په معنا دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د بوديجې د کمښت له امله يې په افغانستان کې بشري مرستې کمې کړي دي. دغه دفتر ویلي دي چې، د ۲۰۲۲ کال لپاره د اړتیا وړ بوديجه تر دې دمه ورته پنځوس سلنه رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا څو ورځې مخکې ویلي وو، چې نږدې نولس میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نهلري او ۲۵ میلیونه افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي. د کابل ښار اوسېدونکی حفیظ الله چې د شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را ورسته يې نا دولتي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف چارواکي وایي، دوی د هر افغان ماشوم نجلۍ او هلک د زده کړو ملاتړ کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونېسف چارواکي ټینګار کوي چې د هر افغان ماشوم نجلۍ او هلک د زده کړو ملاتړ ته به دوام ورکوي. په افغانستان کې د یونېسف مشر محمد ایویا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ د نجونو په ګډون د هر ماشوم د زده کړې ملاتړ کوو. موږ به تر هغه وخته تسلیم نه شو چې په افغانستان کې هر هلک او نجلۍ په ښوونځي کې وي او زده کړه وکړي. Читать дальше...
هغه ویډیو ګانې چې ښيي د مقامت د ملي جبهې د اسیرانو په نوم یو شمېر نومول شوي کسان په کې په ډزو ویشت کېږي، غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو د مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي پر خپل ټویټر طالبان ددغه پېښې له امله په جنګې جنایت تورن کړي دي. له تېرو دوه ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې دوه داسې ویډيو ګانې لاس په لاس کېږي چې د طالبانو له لوري یو شمېر کسان په کې په ډزو وژل کېږي او طالبان په کې ادعا کوي، چې دا د مقاومت د ملي جبهې کسان دي. په ټولنیزو رسنیو... Читать дальше...
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د سېپټېمبر ۱۲مې او ۱۳مې ترمینځ شپې مهال یې له ارمنیايي نسله ځواکونو سره په نښته کې ۵۰ سرتېري وژل شوي دي. ارمنیا د سېپټېمبر پر ۱۳مه وویل چې په نښته کې یې ۴۹ سرتېري وژل شوي دي. دا په ۲۰۲۰ز کال کې له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ سیمې پر سر د دواړو خواوو ترمینځ د یوې نیمې میاشتې تر جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده. دواړو لوریو پر یو بل د نښتې د پیلولو تور پورې کړی دی. روسیې ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمینځ یې اوربند کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني... Читать дальше...
د طالبانو حکومت مني چې د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوی پوله ساتو ځواکونو له پاکستاني لوري سره شخړه کړې ده. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ د پاکستان سرحدي ځواکونو هڅه کوله چې "ډیورند کرښې" ته نږدې پوسته جوړه کړي. د خبرپاڼې له مخې کله چې طالب سرتېري د خبرو لپاره ورنږدې شوي، هغوی ډزې پرې کړي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (آی.ایس.پي آر) نن ویلي، دې شخړه کې يې درې سرتېري وژل شوي دي. خو طالبان وایي، د مقبلو سیمې په دې پېښه کې لومړی طالب پوله ساتو ته مرګژوبله واوښته او بیا په ځوابي... Читать дальше...
په داسي حال کې چې د نورو ګرمسېرو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم نوی ښوونيز کال پيل شوی، د دغه ولایت ښځینه ښوونکې او زده کوونکې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو لپاره د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي. بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار د پوهنې ریاست مسؤلين وايي، دوی د نجونو لپاره له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د تدریسي مدیریت لپاره چمتوالی لري او یوازې د خپلو مشرانو امر ته په تمه دي. نور حال د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د دواړو لوریو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د اوربند له تړون وروسته د تېرو څو ورځو خونړیو جګړو کې سل سرتېري وژل شوي دي. دا وسلهوالې شخړې د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ پر سر شوي دي. د اذربایجان دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې، وروستیو شخړو کې یې پنځوس سرتېري وژل شوي، بل لورته ارمنستان هم له خپله اړخه د لږ تر لږه نهه څلوېښتو سرتېرو د له لاسه ورکولو خبره کړې ده. دې خبرونو متحده ایالتونه، روسیه او ملګري ملتونه دې ته اړ کړل چې له دواړو لوریو په بېړنۍ توګه د جګړې د درېدلو غوښتنه وکړي. Читать дальше...
د پکتیا پوهنتون یو شمېر محصلان وايي، چې نه لیلیه لري او نه ورته دا درې سمېستره بدل اعاشه ورکړل شوې، چې له کبله يې یو شمیر محصلینو خپلې زده کړې په نیمايي کې پرې ايښي دي. د پکتیا پوهنتون دوو تنو محصلینو عبدالرحمان وحدت او حسیم الله نجیب ازادي راډيو ته وویل، د اقتصادي ستونزو له کبله یو شمېر هغو محصلانو څخه هم پوهنتون پاتې شوی، چې دویم، درېیم ټولګي ته رسېدلي وو. دوی غوښتنه کوي، چې محصلانو ته دې یا لیلیه فعاله شي او یا دې قانوني بدل اعاشه ورکړي، تر څو د خوراک او اوسېدو ستونزې يې ورباندې څه نا څه حل شي. Читать дальше...
په دې ناسته کې به د دولتونو مشران او څارونکي ګډون وکړي، خو طالبانو ته پر افغانستان د واکمنانو په توګه د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې. افغانستان چې د دې سازمان د څارونکي هېواد په توګه غړیتوب لري، له دې مخکې به یې هر کال، په هره سرمشریزه کې ولسمشر یا په حضوري او یا هم په انلاین توګه ګډون کاوه. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل تر دې دمه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دغه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سېپټېمبر پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې اظهر د افغانستان په خاوره کې پناه نه ده اخیستې.
د دوړو او ګرد طوفان د سيند صوبې په سېهون ښارګوټي کې د هغو خلکو خېمو ته زیان رسولی چې سېلابونو بې کوره کړي دي. دغه خلک وايي تر دې مخکې له سېلابونو او باران په تکليف وو او اوس دې طوفان پريشانه کړي دي. د مليحې اميرزاده ويډيو راپور وګورئ.
د اوکرايین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د اوکرايین پوځ د هېواد په شمال ختیځ کې له سلګونو ښارونو او ښارګوټو روسي ځواکونه ایستلي او د ازادو شویو سیمو د ثبات چارې روانې دي. زلنسکي تېره شپه ملت ته په وینا کې وویل چې، اوکرايین له روسي ځواکونو څخه د بېرته نیول شوې پر څه باندې ۴ زره کیلومتره مربعه سیمې کنټرول ټینګ کړی دی او پهکې د ثبات د ټینګښت هڅې روانې دي. اوکرايیني ځواکونو په خارکییف سیمه کې د سپټمبر له ۶ راهیسې د روسي ځواکونو په وړاندې د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې د ګڼ مېشتو څه باندې درې سوه سیمو د نیولو ادعا کړې ده. Читать дальше...
د اذربایجان دفاع وزارت وایي، له ارمنستان سره د وروستیو نښتو په نتیجه کې یې پنځوس پوځیان وژل شوي دي. تر دې مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د اذربایجان له لوري په حملو کې د دغه هېواد د لږ تر لږه ۴۹ سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه. دواړه هېوادونه چې له ډېرو کلونو راهیسې د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف لري، اړیکې یې په دې وروستیو کې یو وار بیا ترینګلي شوي دي. په عین حال کې روسیې ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ یې یو اوربند رامنځ ته کړی خو اذربایجان تور پورې کړی چې ارمن ټبره ځواکونو له دغه... Читать дальше...
په ملګروملتو کې د ناروې استازې وايي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال وروسته لا هم د افغان ښځو وضعیت ناوړه دی. مونا پول دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نهلري. هغه د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدانو ځپل او د بیان د ازادۍ پر سر بندیز ته اشاره کړې ده. Читать дальше...
ګارډين ورځپاڼه: برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت وروستیو څرګندونو ته په اشاره لیکي، د ملګروملتونو یو کارپوه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حیرانونکې ځپنې راپور ورکوي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت يا یوناما طالبان د خپلو څو ښځینه افغان کارکونکو په ځورولو تورن کړي دي. ګارډین لیکي، یوناما په وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې، درې ښځینه کارکونکې یې چې د دې سازمان لپاره یې په افغانستان کې کار کاوه،... Читать дальше...
د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، په ننګرهار کې د نجیب تره کي په نوم د لوبغالي دوهم فاز بشپړ شو. دا لوبغالی له ور چاپېره شوي دېوال سره په څه کم ۲۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی. د کرېکټ په اړه له یوه بل خبر سره سم، د کرېکټ مشهورې وېبپاڼې (ایس پي این) د اسیا د شل اوره جام په سیالیو کې د برخوالو ټیمونو غوره لوبډله اعلان کړه. په دې لوبډله کې د افغانستان دوه لوبغاړي رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ شامل دي. دې ویبپاڼې د هند دوه، د پاکستان درې او د سرېلانکا څلور لوبغاړي د خپل غوره ټیم په لېست کې راويستي دي.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو ملي اداره وايي، د یوې ستور بېړۍ په وسیله د یوې اسماني تیږې د تګ لوری بدلوي. ناسا غواړي خپله ستور بېړۍ، چې دارټ نومېږي له یوې اسماني ډبرې سره، چې دیمورفوس (Dimorphos) نومېږي، ټکر کړي. د ناسا دا ستور بېړۍ په ساعت کې ۲۴ زره کیلومتره سرعت لري. ټاکل شوې ده چې د ناسا ستور بېړۍ د سپټمبر په ۲۶مه نېټه له دیمورفوس سره ټکر شي.
د اذربایجان پوځ وايي، د ارمنستان پر زیاتو برخو یې ډزې کړي دي. د ارمنستان صدراعظم وايي چې د اذربایجان په حملو کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۴۹ سرتېري وژل شوي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، چې له ډېرو کلونو راهیسې پر ناګورنو قره باغ اختلاف لري، یو وار بیا ترینګلې شوي دي. اذربایجان وايي چې د ارمنستاني ځواکونو د لمسوونکو اقداماتو په ځواب کې یې پر دغه هېواد ډزې کړي دي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې، متحده ایالات د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه کوي او وایي، روان کړکېچ له پوځي لارې نهشي حل کېدلی.
د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د سېلونو او زلزلو له کبله په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه شوي او ۲۶۵ نور ژوبل شوي دي. سږ کال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د زلزلو، سېلونو او توپانونو له کبله د مرګژوبلو ترڅنګ خلکو ته سخت مالي تاوانونه اوښتي دي. له پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې، طبیعي پېښو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له حاصل سره ویجاړه کړې او دغه راز یې ګڼ کورونه وران کړي دي. د طالبانو حکومت وايي چې د پېښو له زیانمن شویو سره یې مرستې... Читать дальше...
د بهرنیو اسعارو په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت یو وار بیا ولوېد، چې پرون د پاکستان په ازادو بازارونو کې هر ډالر په ۲۴۰ روپیو تبادله شو. د اسعارو د کاروباریانو په وینا پرون (سې شنبه) پاکستاني بانکونو کې یو ډالر په ۲۳۲ روپۍ خو په ازاد بازار کې په ۲۴۰ روپۍ تبادله شو. صرافان وايي، د روان سپټمبر له لومړۍ څخه د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په لوېدو دی او په تېرو ۱۳ ورځو کې یې ارزښت لږ تر لږه ۱۰ روپۍ لوېدلی دی. تر دې مخکې هم د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت ريکاډ کچې ته ښکته شوی دی.
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، برېتانیا له افغان ماشومانو سره نږدې ۳۰ میلیون ډالره مرسته وکړه. یونېسف پرون (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د برېتانیا په څه باندې ۲۸ میلیون ډالره مرستې به یو میلیون او ۶ لکه کسانو ته، چې شدیدو بشري مرستو ته اړتیا لري، خواړه، د څښاک اوبه او د ماشومانو د ساتنې خدمات برابر کړي. دې ادارې همدا راز ویلي، په دې مرسته به ۱۳۴ لکه ماشومانو ته خواړه او نور ضروري مواد رانیول شي. ټاکل شوې چې د دغو پیسو په یوه بله برخه څه باندې ۷۰۰ زره خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړې شي. Читать дальше...
د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې، د جېش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ونیسي. جېش محمد تنظیم په پاکستان کې منع اعلان شوی دی. د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې په کابل کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د جېش محمد د وسله والې سختدریځې ډلې مؤسس او مشر مولانا مسعود اظهر ومومي او ونیسي. د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ورته ویلي چې، دوی د طالبانو... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости