ځوانه ایراني نجلۍ مهسا امیني نن خاورو ته وسپارل شوه
مهسا امیني په تهران کې ګشت ارشاد پولیسو نیولې وه او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته یوړل شوه. خلک تور لګوي چې د ایران پولیسو هغه په وهلو مړه کړې ده. نور په ویډیو کې:
مهسا امیني په تهران کې ګشت ارشاد پولیسو نیولې وه او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته یوړل شوه. خلک تور لګوي چې د ایران پولیسو هغه په وهلو مړه کړې ده. نور په ویډیو کې:
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې شکایت کوي چې د رنګه ټیکریو په سر کولو له امله د پوهنتون د دروازې مسوولو امنیتي کسانو او د طالبانو د ښځینه انظباطانو له لوري ورسره بد چلند شوی. یوه نجلۍ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصله ده. هغه نن شنبه د سپټمبر په ۱۷مه د پوهنتون د دروازې امنیتي مسوولانو او انظباطانو له لوري د بد چلند امله شکایت کوي. دا محصله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن موږ له بد وضعیت سره مخ شوو. موږ ټولې محصلینې سهار کله چې پوهنتون... Читать дальше...
په کابل کې لاریونوالو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه. په کابل کې نن یوه ډله خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د وروستي اقدام پر ضد لاریون وکړ. دغو لاریون کونکو ازادي راډیو ته وویل، د امریکا وروستۍ پرېکړه چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه سویس ته انتقالوي سمه نه ده. د دغه لاریون څخه یو غږ چې ازادي راډیو ته راستول شوی په هغې کې ظاهراً اورېدل کېږي چې دغه لاریون د طالب پلوو لخوا تنظیم شوی دی. په دې غږ کې یو کس لاریونوالو ته وايي: "ته به غږ وکړې چې موږ د امریکا محکمه غواړو. Читать дальше...
د سوات د کبل خلکو، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون او جلسې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د بدامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ اخېستو مخه دې ونیسي. د سوات خلک اندېښمن دي چې طالبان ګینې بیا سوات ته راروان دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي. بل پلو، د پېښور کورکمانډر د سېپټېمبر پر ۱۷مه په سوات کې له خايي مشرانو سره د لیدو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې پوځ به د ورانکارو خلاف کارروايي کوي. نور تفصیل له سواته په دې ویډیويي راپور کې.
مثلث پروګرام دا اوونۍ کرکټ ته ځانګړی دی. د اسیا په کرکټ جام کې د افغان لوبډلې په لوبو او د افغانستان او پاکستان د ټیم او مینه والو په لانجو بحث شوی. تر څنګ یې په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام هم خبرې شوي.
بلاول بوټو دا ادعا د ازبکستان په سمرقند کې له شانګهای غونډې وروسته یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې کړې ده.
په کابل کې نن یوه ډله خلکو د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د وروستي اقدام پر ضد لاریون وکړ. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې لاریونوالو چې ظاهراً د طالبانو د چارواکو له خوا تنظیم شوي وو د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان پیسې دې خلاصې او دغه هېواد ته ورکړي. امریکا اعلان کړی چې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو به درې نیم میلیارده سویس کې یوه بانک ته انتقالوي، خو د طالبانو حکومت به ورته لاسرسی ونه لري. نړیوالې ټولنې په راس کې امریکا د طالبانو په واکمنېدو د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.
د نړۍ د غېږنېونې په اتلولۍ لوبو کې امریکايي لوبغاړو ډېوېډ ټېلر او جورډن بورو د سرو زرو مډالونه وګټل. د غېږنېونې نړیوالې اتلولیزې پایلوبې پرون د صربستان په پلازمینه بلګراد کې وشوې. ډېوېډ ټېلر په ۸۶ کیلو وزن کې ۷ پر ۱ د نړۍ اتل حسن یزداني مات کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه. په تېرو اتلوليزو لوبو کې یزداني ټېلر ته ماته ورکړې وه خو دا وار ډېوېډ په دې بریا خپل غچ واخیست. اخوا په ۷۹ کیلو وزن کې پایلوبه د امریکايي جورډن بورو او ایراني محمد ناخودي تر منځ وشوه چې ۴ پر ۲ د امریکایي لوبغاړي په بریا پای ته ورسېده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د جیش محمد سخت دریځې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو پرون جمعه د سپټمبر په ۱۶ د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډې وروسته دِ هندو او یو شمېر نورو رسنیو سره خبرو کې ویلي، تر هغه ځایه چې ده ته معلومه ده، هغه کس «مسعود اظهر» چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په هند کې د یو شمېر ترهګریزو حملو کولو د هند تر څار لاندې دی او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دی، په افغانستان کې دی. طالبانو تازه... Читать дальше...
مهسا امیني د خلکو په پراخ حضور او د خامنه اي پر ضد د شعارونو په ورکولو سره خاورو ته وسپارل شوه. د مهسا مړینې په کور دننه او بهر د ګڼو خلکو غوسه پارولې ده. ۲۲ کلنه مهسا د تهران د ګشت ارشاد پولیسو چې امرباالمعروف ډله ده د حجاب د نه رعایت په تور نېولې وه او بیا په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې ساه ورکړه. د مهسا امیني د جنازې په مراسمو کې "مرګ پر خامنه اي" او داسې نور شعارونه اورېدل کېدل. مهسا په اصل کې د کردستان ولایت وه چې تهران ته د خپلوانو د لېدو لپاره ورغلې وه. مور یې ویلي... Читать дальше...
د قرغزستان او تاجکستان پوله ساتو ځواکونو بېګا یو وار بیا سره نښتې کړي. دا یوه ورځ وروسته له هغه چې دواړه خواوې په اوربند سلا شوې وې. د قرغزستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې تېره شپه پر یوه کلي برید شوی، خو دغو بریدونو ډېر دوام ونه کړ. د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله وضعیت نسبتاً ارام دی. خو د اعلامیې له مخې قرغزي ځواکونو په ځینو مواردو کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. د دوی شخړه تېره اونۍ د یوې سرحدي لانجې پر سر پیل شوه.
له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته یو شمېر استادان چې د دوکتورا او ماسټرۍ لپاره تللي وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوې تازه پرېکړه کې د دوی معاشونه بند کړي. له هغې وروسته چې د طالبانو حکومت د لوړو زد کړو وزارت د یو ځانګړي حکم له مخې د هغه استادانو معاشونه چې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تللي بند کړي اوس دغه استادان د یاد وزارت دغې پرېکړې ته په غبرګون وايي چې دا پرېکړه منطقي نه ده او د دوی په روح او روان یې منفي اغېز کړی. په هند کې د دوکتورا برخې محصل او د کابل... Читать дальше...
د پاکستان سېند صوبه هم وروستیو سېلابونو سخته ځپلې ده. اوس که څه هم سېلابونه تم شوي خو ځای په ځای اوبه ولاړې دي چې له وجې یې بیلابیلې ناروغۍ په خپرېدو دي. ځايي خلک وايي مجبوره دي چې ولاړې سخا اوبه وڅښي او هم پرې ولامبي ځکه چې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
جیک سالیوان، مشاور امنیت ملی کاخ سفید روز جمعه از مرگ مهسا امینی ۲۲ ساله سه روز پس از بازداشت به دست عوامل گشت ارشاد » عمیقا ابراز نگرانی کرده است.
شانګهای سازمان په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې. یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار! د شانګهای سازمان غړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شته وي. دا اعلامیه چې پرون ناوخته خپره شوې په افغانستان کې یې د ثبات او امنیت په راتلو هم تایید کړی او زیاتوي: "د دې لپاره چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په سیمو کې امنیت او ثبات راشي، د افغانستان... Читать дальше...
دا لومړی ځل نه دی چې سیاسي مشران د یو بل پر ضد مذهب کاروي او یو بل د اسلام نه په منحرفېدو تورنوي. تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي او ولسي مشران د اسلام او پاکستان سره په غدارۍ تورن شوي او وخت په وخت د مذهبي اختلاف په نامه تشدد هم رامنځ ته شوی دی
د جرمني په بوېریا ایالت کې هر کال په اوړي کې د یوشمېر کمپنیو یا شرکتونو کارکوونکي د خلکو غواګانې غرونو ته لېږدوي، تر سېپټېمبر پورې یې هلته څروي او په بدل کې یې له مالکانو پیسې اخلي. د مني د پیلېدو په ورځو کې د مالونو ستنولو پر وخت دودیزه مېله هم جوړېږي چې ورته ګڼ خلک ورځي. هغه مېله دا ځل په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې تر دوه کلن ځنډ وروسته شوې. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په کوټه کې د پولیسو یو مشر ایس ایس پي اپرېشنز عبدالحق عمراني د سېپټېمبر په ۱۶ خبريالانو ته وېلي دي چې د پېښې نوعيت نه دی معلوم، البته نوموړی وايي چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې وه.
جیک سالیوان، مشاور امنیت ملی کاخ سفید روز جمعه از مرگ مهسا امینی ۲۲ ساله سه روز پس از بازداشت به دست عوامل گشت ارشاد » عمیقا ابراز نگرانی کرده است.
تېر کال کې د کتابونو چاپ چارو ته کتنه، د شعر ژباړه، د ارګ پر يوې ماڼۍ خبرې، کندوز کې د بګۍ دود، شعر او يو شمېر نور مطالب په نننۍ خپرونه کې را اخيستل شوي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي پهکې ادبي، فرهنګي، هنري او ټولنيز مطالب را اخيستل کېږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
طالب چارواکو د خپل یو مهم قوماندان ملا قيوم ذاکر وژل کېدل رد کړل. د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، هغه روغ دی او ټپي شوی هم نهدی. له پرون راهیسې د ملا قيوم ذاکر چې د طالبانو مشر هبتالله د پنجشېر د جګړې مسوول ټاکلی، د ټپي کېدو او بیا وژل کېدو خبرونه لاس په لاس کېدل. طالبانو څو اووني مخکې ملاقیوم ذاکر د پنجشېر ا اندراب د جګړې لپاره د نوي قوماندان په توګه وټاکه. په وروستیو ورځو کې په دغو سیمو کې د خونړیو پېښو راپورونه ورکړل شوي او ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپایي ټولنې د پنځه سوه زره یورو د مرستې هرکلی وکړ. ډبلیو ایف پي پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه مرستې به د ۶ میاشتو په اوږدو کې له ۱۷۹ زره کسانو سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وشي. ماریانا فرانکو چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پر مرستو څارنه کوي، ویلي چې د طبعي پېښو له امله له زیانمن شویو افغانانو سره به یې مرستې دوام وکړي. د جون د ۲۲مې په زلزله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې زلزلې د خلکو شاوخوا درې زره کورونه هم ویجاړ کړل.
د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا تر شلو کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولیو په سیالیو کې پرون عمان ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. دا ګول امېد رجبي د لوبې په ۲۸ دقیقه کې وواهه. دغه لوبه پرون د عمان په صلاله لوبغالي کې ترسره شوه. له دې مخکې افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه ټایلنډ ته د درې د صفر په مقابل کې بایللې وه. د افغانستان بله لوبه سبا یکشنبې له فلیپین سره ده. افغانستان له ټایلنډ، عمان او فلیپین سره په یوه ګروپ کې دی.
اوکراین د ایزیوم ښار دباندې د سلګونو ډله ییزو قبرونو د موندلو خبر ورکړ. دغه اعلان پرون جمعه وروسته له هغې وشو چې اوکرایني ځواکونو دغه ښار بېرته له روسي ځواکونو ونیوه. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روسیې دولت دې د تروریزم د تمویلونکي دولت په توګه وپېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن ویلي چې روسیې یوه ډېره وحشتناکه لاره خپله کړې او ښایي جنګي جرمونه یې ترسره کړې وي. روسیې په اوکراین کې د دغو موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د امریکا د استازیو د جرګې مشره نانسي پلوسي وایي، غواړي ارمنستان ته سفر وکړي. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې له دوه سوو زیات کسان وژل شوي دي. مېرمن پلوسي ویلي چې دغه سفر نن پیلوي ځکه له مخکې یې له ارمنستان څخه بلنه ترلاسه کړې وه. په عین حال کې د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي چې له اذربایجان سره یې د یوه اوربند په اړه موافقه تراوسه په خپل حال ده او په سرحدي سیمو کې اوس امنیتي وضعیت نسبتاً ښه دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости