ملکه اليزابت له ۷۰ کلونو پاچاهۍ وروسته د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه
د برېتانیا د اوږدې مودې ملکه دوهمه الیزابت تېره ورځ د ۹۶ کلونو په عمرمړه شوه. د هغې له مړینې سمدستي وروسته د هغې مشر زوی چارلز د برېتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړې. د بکېنګهم ماڼۍ د ملکې دوهمې الیزابت د مړینې خبر اعلان کړ او ویې ویل چې، زوی یې ۷۳ کلن چارلس له مړیني سمدستي وروسته د برېتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړه. د بکېنګهم ماڼۍ مخکې ویلي و، ملکه په سکاټلنډ کې په خپل دوبني هستوګن ځای کې تر روغتیایي مراقبت لاندې ده او د سلطنتي کورنۍ ټول غړي ور روان دي چې ترخوا یې و اوسي. ملکه الیزابت د ۱۹۲۶ کال د اپریل په ۲۱مه په لندن کې زیږېدلې وه.