زرګونو فلسطینیانو د لسګونو مړو شویو کډوالو د دعا مراسمو کې ګډون وکړ
په زرګونو فلسطینیانو پرون د لبنان د شمال د کډوالو د یوه کمپ د فوټبال په یوه کوچني میدان کې په لسګونو هغو کډوالو ته دعا وکړه، چې تېره اوونۍ د سوریې سواحلو ته څېرمه د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شول. د اسوشېټیډ پریس اژانس په حواله، د سوریې د طرطوس ساحلي ښار د یوه روغتون مشر ویلي، د دې پېښې د مړو شمېر ۸۹ ته رسېدلی. د ده په وینا ۲۰ کسان بستر دي او ۶ کسان له روغتونه رخصت شوي دي. د لبنان پوځ پرون اعلان وکړ، هغه کس یې نیولی چې ویل کېږي په کښتۍ کې دغه خطرناک سفر یې تنظیم کړی و. دا تر ټولو خونړۍ... Читать дальше...