له افغانستانه وتلی وروستی امریکایي سرتېری د امریکا د یوه نوي پوځي ماموریت مشر دی
د تورنجنرال کریستوفر دوناهو څېره او نوم د ګڼو افغانانو په یاد پاتې دی. دی د اګست د دېرشمې شپې ناوخته د کابل له هوايي ډګره د امریکايي پوځیانو د تخلیې پر مهال تر ټولو وروستی امریکایی پوځي وو چې الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه ووت. تورن جنرال کریستوفر دوناهو د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوایي څانګې قوماندان دی. هغه وخت د جنرال دوناهو تصویر چې د شپنیو کمرو په مټ اخیستل شوی و د ګڼو خلکو له تبصرو سره مخ شو. چا ترې هرکلی کاوه او چا ترې ګیلې کولې چې افغانستان یې ځان ته پرېښود. په هر حال دی اوس د امریکا د یوه نوي پوځي ماموریت مشر دی. Читать дальше...