د طالبانو حکومت له ترکیې غوښتي چې افغان بزګرانو ته د کوکنار بدیل کښت چمتو کړي
د ترکيې د بشري همکاريو بنسټ مشر چې تازه له افغانستانه بېرته ترکيې ته تللی، له افغانستان سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د ترکيې د هڅو يادونه کړې ده. د دې بنسټ مشر بولنت يلدريم د ترکيې اناتولي خبري اژانس ته ويلي، د طالبانو د حکومت مقاماتو دوی ته ويلي چې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي، خو دا اړتیا شته چې بايد د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي. د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وياند مستعين عمري ازادۍ راډيو ته وويل دوی له... Читать дальше...