د طالبانو د کرنې وزارت: د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرحه مو جوړه کړې
د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت عبدالرحمن راشد وایي، دوی د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرحه هم جوړه کړې چې د وزیرانو شورا له لوري منل شوې ده. ښاغلي راشد د سې شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل:" کرنې وزارت په یو بل اقدام کې د ځینو نورو ادارو سره په همغږۍ د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي طرح ترتیب کړه چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت د وزیرانو شورا له لوري دا طرح منظور شوه او د پلې کولو لپاره يې پلاوی هم ټاکل شوی، دا د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې ډېره مهمه ده." دا په داسې حال کې ده چې... Читать дальше...