د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوټ په پرتګال کې ښوونیزې او روزنیزې چارې پیل کړې
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیوټ زده کوونکي چې پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال ته کډوال شول، له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یې اوس تازه د موسیقۍ د زده کړو د بېرته پیل خبر ورکړی دی. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوټ مشر احمد ناصر سرمست وایي د موسیقۍ ۱۵۰ زده کوونکو یې خپل تمرینات او روزنې بېرته د پرتګال پلازمېنه لزبون کې د موسیقۍ په کنسرواتور کې پیل کړې. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوټ دروازې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د اګسټ میاشتې په ۱۵ وتړل شوې. ښاغلی سرمست... Читать дальше...