کندز کې قبر کیندونکي: ورځ کې به مو ٨ قبره کیندل، اوس میاشت کې ٢ په سختۍ پیداکیږي
په کندز کې یو شمېر قبر کیندونکي وايي، ۷ میاشتې مخکې دوی به د دورې سر هدیرې کې هر ورځ د جګړې قربانیانو لپاره قبرونه کیندل او ځینې وخت به دوی قبر کیندلو ته وخت نه پیدا کوو. دوی وایي اوس په میاشت کې یو یا دوه قبرونه کیندي او هغه هم د هغو کسانو لپاره چې د ناروغۍ او یا ترافیکي پېښو له امله مړه شوي وي. په کندز ولایت یو مشهور قبر کیندونکي ۵۰ کلن محمدظاهر په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل:" پخوا جنګونه زیات وو، ځینې ورځي موږ ۵، ۷ او ۸ قبرونه کیندل. جنګ او بدبختي وه، هره ورځ مرګ ژوبله وه. موږ زیات قبرونه... Читать дальше...